غزل

چې دا هسې سحر گرې سترگې ستا دي

خوشحال خان خټک

چې دا هسې سحر گرې سترگې ستا دي

په ناحقه د تقوی لافې زما دي

پښتنې جونه مې وليدې په سترگو

څوک چې ترکې دختا ستايي، خطا دي

ښاپېرۍ که هر څو ستايي نور وگړي

ستا تر حسنه تر جمال په شمار د چا دي

ومجنون ته ښايسته يوه ليلا ده

تر نظر يې نورې کښلې نا زېبا دي

تا چې وويني، مين درباندې نه شي

هغه زړونه غوندي کاڼي د بېديا دي

هسې مخ وته مې مخ شو که باور کړې

چې و ماته نور مخونه شا په شا دي

واعظان چې يادوي د جنت حورې

ما په دا سترگو ليدلې په دنيا دي

ستا د شونډو په دوران په ماروا شول

که شراب په واړه خلقه ناروا دي

يا به ستا زلفينې ونيسم په لاس کې

يا به سر درباندې بايلم دوه وينا دي

د ناموس خبرې مه کوه خوشال ته

عاشقان له نام و ننگه بې پروا دي