غزل

چې دانا نه کړې گردش د زمانې

خوشحال خان خټک

چې دانا نه کړې گردش د زمانې

نور به زده نه کړې دانش د زمانې

زر پېرې لري د سترگو په ځنبل کې

خبردار شه په روش د زمانې

په يوه زمان دې شاه، بيا دې گدای کا

څه باور په نوازش د زمانې

په خزان کې د بوستان په ونو راشه!

څه و، څه شو بيا پوشش د زمانې

کله مځکه سپېره ډاگ، کله گلونه

څه اميد په ارايش د زمانې

د سفله غوندې يې ورکړه رانيول دي

غره مه شه په بخشش د زمانې

د حلوا سره يې زهر هلاهل دي

که لذت لري خورش د زمانې

په اميد د زويه، پلاره سره پرېکا

څوک دې نه غواړي سازش د زمانې

شاه جهان بادشاه دچا په بند بندي دی

راشه گوره ازمايش د زمانې

حقيقت يې سر تر پايه رامعلوم شو

راته مه کړه ستايش د زمانې

زر علته، زر فساده ، زر عيبونه

پيدا کېږي په کاوش د زمانې

زر علته، زر فساده، زر عيبونه

پيدا کېږي په کاوش د زمانې

چې يې شا کړه د دنيا و آسايش ته

هم هغه کا اسايش د زمانې

چې دا هسې يې کردې د زړه په ياد وي

لا خوشال لري خواهش د زمانې