غزل
چې ښېرې و ماته وکړې ژوندې مې
خوشحال خان خټکچې ښېرې و ماته وکړې ژوندې مې
چې مې ياد کړې په ښکنځلو نهالوې مې
دا چې وايې! راته ځير گوره چې موړ شې
که تمام عمر دې گورم مړوې مې
غمازانو اغزي توی د غمازۍ کړل
چې د دوی په وينا غوږ کړې پرې څکوې مې
ما خپل زړه وته ويل چې ای بدخويه!
چې په هر صورت مين شې پخسوې مې
وې يې عمر مې په دا بد خويۍ تېر شو
څه دا اوس راته ويل کړې اړوې مې
که مې سر په عشق کې درومي، هم دې لاړ شي
خپل وژلي راته شمار ې وېروې مې
که د زهرو پياله راکړې هم به وايم
خدای دې خير و تا درکړي رغوې مې
چې گهي په مخه رايشي کنگس خورې
يو تر شا نظر ونه کړې ځوروې مې
کشکې زه درباندې نه وای مين شوی
تا نادانې مينه نه زده نو لوې مې
وايې درومه گانده راشه خوله به درکړم
خانې! زه څه هلک نه يم چې غولوې مې
ما خوشال څخه په ذات دورنگي نشته
د زړه حال مې در معلوم دی ويوې مې