نظم چې ښکاره په آرايش کې شگفته شي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې ښکاره په آرايش کې شگفته شي صلوات يې په جمال باندې گفته شي 02 اشفته کاندي روزگار د پرهېز گارو چې کاکل يې له شماله آشفته شي 03 چې يې نه وينم، زه هسې ځلبلاند شم لکه گل له عندليبه نهفته شي 04 چې د غوږو دُر يې نه وينم په سترگو دُر گوهر مې په هر هر باڼه سفته شي 05 د وصال په وخت هم خوب د عاشق نه وي تروپه وخت به د هجران پسو خفته شي 06 ښه خو داچې يې برقع پرمخ پرته وي او کنه پرې به وگړې الفته شي 07 زړه مې وايي چې کتل به يې دراېل کړای په هر ځای چې ښه دلبره شنفته شي 08 و خوشال ته ددې باغ باغچې ښکاره دي چې په دا رنگ يې گلونه شگفته شي د قاموس مانا × اصلي کلمه