غزل

چې خپل خوی شي په جهان بدخوا د چا

خوشحال خان خټک

چې خپل خوی شي په جهان بدخوا د چا

د خپل خوی دی، نه چې دی تباه د چا

من فليل په يوه مچ سره بدبوی شي

بد دې نه شي يو زمان همراه دچا

کاڼي لعل د بدخشان، گياه کېميا ده

چې يې نه پېژنې ته گناه د چا

چې بادشاه يې ستمگر شي خلک خوار شي

خدای دې نه کا ستمگر بادشاه د چا

زه که سل ځله وفا کړم يار جفا کا

بخت دې نه شي په دنيا سياه د چا

دجمشېد او د سکندر فلک پرې نښوې

پرې به نه ږدي تل په سر کلاه د چا

چې کرم نه وي له خدايه فتح نشته

که افزون شي تر ملخ سپاه د چا

دا دنيا لکه لوليه ده خوشاله!

که يې گورې گاه د چا شي گاه د چا