غزل
چې خون په غاړه کېږي له دې کاره څه خو غم دی
خوشحال خان خټکچې خون په غاړه کېږي له دې کاره څه خو غم دی
ياران زما په گور کې زه په کور کې يم ستم دی
چې هومره ښه مخونه په دا خاورو کې په گور دي
چې دوی لره وردرومم گور و ما وته ارم دی
پيري راغله، زبون شوم که څه نور څه علالت شو
چې زه کړم هغه نه شي، هغه ملک هغه عالم دی
که ښه وايم و چاته هم يې بد نيسي په زړه کې
يا بخت دی دمغولو يا زما څه عقل کم دی
نه بخت دی دمغولو نه زه هيڅ په عقل کم يم
دا کل واړه پيري ده چې مې کار درهم برهم دی
مغولو ته چې گورم هغه هسې مغول نشته
دتورو وار يې تېر شو اوس ورپاتې يو قلم دی
پښتون په زرو نيسي په، فرېب، په ټيټالونو
په ما يې اثر نه شي لا په ما دخدای کرم دی
نه مچ يم نه کارگه يم، چې په کړو مړو گرځم
يا باز يم، يا شاهين يم، په خپل ښکار مې زړه خرم دی
که ما غوندې نور هم وای په دا کار به ډېر خوشال وم
چې ما غوندې څوک نشته، ځکه پروت راباندې غم دی