غزل
چې خوشال خټک يې وايي په پښتو ژبه خبرې
خوشحال خان خټکچې خوشال خټک يې وايي په پښتو ژبه خبرې
په پارسي ژبه به نه وي که پوهېږې سخن هسې
له غمونو به خلاص نه شې دغم خوېش يې
که بدگوی و بد آموز و بد اندېش يې
مه بد وايه، مه بد اروه، مه بد گوره!
دروېشي دې مبارک شه! نور دروېش يې
ستا په زخم به دارو مرهم نور کېږدي
که په ځان مرهم دارو دچا په رېش يې
که دې ځان پخپله شمار تر هر چا کم کړ
نور زما په پوهه ته تر هرچا بېش يې
يا به دد، يا به منگور، يا به لړم يې
که داړل کړې، يا چيچل، يا په چا نېش يې
په خپل دين نظر لره دينونه ډېر دي
څه جاسوس د چا د دين، دچا کېش يې
که هر څو درځنې غړېږم بده خويه!
څه په هره کوڅه بيا و ماته پېش يې
په کردار توره مشکڼه يې خوشاله!
په گفتار سره د سپينو دُرو وېش يې