غزل
چې خوشال يې په کاغذ، په قلم وکښي
خوشحال خان خټکچې خوشال يې په کاغذ، په قلم وکښي
په خاطر کې هومره نه دي المونه
ته چې دا حسن لرېنه
ځکه هومره کبر کړېنه
تورې سترگې په کجلو
په تنبولو شونډې سرېنه
په مثال لکه شاهين يې
چې د زړونو غوښې خورېنه
که ته هر څو ښايسته يې
کبر مه کړه، وبه مرېنه
د خوشال خاطر مفت نه دی
فهم وکړه چې يې وړېنه