غزل چې له عالم سره صحبت نه کړي جاهل ته رسي امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې له عالم سره صحبت نه کړي جاهل ته رسي چې يې په حق نه وي نظر هغه باطل ته رسي 02 چې دې په مخ د غم چپې واخلي مراد به مومي موجونه تلل د سيند په مخ کوي ساحل ته رسي 03 هغه قطره شه چې قرار دې بې له بحره نه وي چې د ناقص نه کړي صحبت هغه کامل ته رسي 04 خوب د جمود کله پرېږدي بانگ دعمل دجرس قافله تېره شي گردونه يې غافل ته رسي 05 په لېونو پورې خندا د عقلمند ده عبث څه زده هغوی چې تېر له سر نه شي څۀ دل ته رسي؟ 06 د ناتوانۍ نه پسپۍ شوې په چپيا کې چغې قيس له جرس نه بې خبر وايي محمل ته رسي 07 پل که غبار بانگ د جرس که کاروان دی همه د يو عاشق له منزلونو نه منزل ته رسي 08 گوره حمزه لا پوره نه وي چې هوس شي پوره ځينې ترې کور ته دي واپس، ځينې منزل ته رسي د قاموس مانا × اصلي کلمه