غزل

چې لري په خپله خونه کې خوشخويه

خوشحال خان خټک

چې لري په خپله خونه کې خوشخويه

دجنت هوا به هم کړي ددې شويه

دين دنيا يې دواړه کښېوتل په لاس کې

چې په کور کې ده خوشخويه هم خوشرويه

د بلبلو غوغا تل په هغه گل وي

چې صفت يې شي له رنگه، هم له بويه

زه دلې له غمه مرم، چې جدا کېږې

په شانه سره د شا د زلفو مويه!

چېرته وير، چېرته سندرې په جهان کې

که يې گورې، د هر نه دی بې های هويه

گلدستې دې دبهار رالره راوړې

پيکه! ښه راغلې په وخت د يار له سويه

په جنت کې پراته چېرې چېرته درومي

چې خوشال شړي غالم د يار له کويه