غزل

چې لگام د ضبط نفس مې پسند شو

امیر حمزه شینواری

چې لگام د ضبط نفس مې پسند شو

يو قدم د سخن ملک مې د سمند شو

سيند د طبعې مې صورت د طوفان جوړ کړ

کله کله چې په ډب د قبض بند شو

زمانې چې څو په ښکته غورځولم

تخيل مې د پخوا نه لابلند شو

حقايق زما په ذهن کې موسکي شول

چې آزاد مې د هوا له قيده ژوند شو

امارت راته ښکاره شو بې نمکه

چې نعمت د مسکينۍ مې د خولې خوند شو

چې هوی د حکومت مې په زړه نشته

بادشاهي شال هم زما په اوږه کند شو

نزدېکت راته دولت چرې ونه کړو

بل چې څوک راته نژدې شو دولتمند شو

په نظر مې د ريا پړونی سوزي

که اشنا نه خبروم خو راڅرگند شو

تصوف راته تهذيب د نفس عطا کړو

که مې زهر چاته ور کړه هغه قند شو

داسې علم راعطا شو له عليمه

چې دا علم بې نظرو ته سپند شو

چې نسيم د ملکوت دی پرې الوتی

هر يو گل د تخيل مې سپرلی خند شو

چې رندانو اشنايي راسره وکړه

اوس که هره بې لوته وايمه پند شو

چې وختونه مې کړه ورک په خپله وخت شوم

بې پروا يم له هر څه نه ورک گزند شو

چې مې طبع معتدل لکه اوبه کړه

هر يو زخم مې پخپله جوړ پيوند شو

حوادثو مې سبيل کړ په دنفس کړه

را پيدا د علويانو وند روند شو

د صافی قهور په قدر کنځلی )؟(

د زړه سترگو ته په مخه کې الوند شو

کوم يو خيال چې لکه طفل ماله راغی

برخوردار مې د حکمت کړو ارجمند شو

تمنا که مې جيلي)؟( وه په همت کې

خو په غم يې پرورش وکړو فرزند شو

جست وخېزبه مې د زړه ورته رسيد کا

پړوکی پړوکی د نظر زما کمند شو

د غنغ پورې ميدان د سخن جوړ دی

د حمزه د تخيل ښکاره مړوند شو