غزل
چې مکې لره څوک درومي په خره سور
خوشحال خان خټکچې مکې لره څوک درومي په خره سور
که حاجي شي نه يې ننگ وي نه پېغور
چې خبر په هنر نه هغه کم عقل
چې دخط سترگې يې نه وي هغه کور
چې يې خدای و چاته ورکا د هغه دي
بخت دولت نه په کوښښ دی نه په زور
اصالت هنر چې دواړه سره يو وي
لکه ښه کښېده جوړه په انځور
په خصلت، هنر، سيرت دانش باقي وي
قد، قامت، صورت فاني دي سپين و تور
دا همه له ناپوهيه پيدا کيږي
خرخشې، دعوې، ناسازې شر و شور
پېرزوينه، ښه سلوک، نمځنه، عدل
که دې دا خويونه شته، څه غواړې نور
کبرجن حريص بې زړه، چې دروغ وايي
د ياريه لايق نه دي دا څلور
که وعده يې قيامت وي دغوښتنې
د هوښيار سړي به نه وي په کار پور
که طالع يې د دولت په شربت ډک کا
بيا اخير شي د کم عقل جام نسکور
د ياريه، د دوستۍ لايق هغه دي
چې ازار ورځنې نه وي پلار او مور
که ځوانمرد يې، ځوانمردي به دې هاله وي
سل بد يې اواره کړه د خپل ورور
په ايمان، په ځان په دواړه صرفه نه کا
چې د خپلې ژبې ولگېږي اور
د هوښيار سره مجلس ښه دی خوشاله
د نادانه سره ښه نه دی بيو ور