غزل

چې مېن د خپل اشنا د کوڅې سپی شي

امیر حمزه شینواری

چې مېن د خپل اشنا د کوڅې سپی شي

عاقلانو دي ويلي چې سړی شي

مېن مړ نه دی چې تار د تعلق وي

د پروتې غوندې بام وته ختی شي

عمر پرېږده چې پخپله خوښه درومي

چې لمن وته يې لاس کړې گړندی شي

يو پوټی اثر په مينه، دمرگ نه وي

که سلگۍ د ځنکدن وي اسوېلی شي

هر يو شي به چرې شی نه شي که شی وي

چې په مينه کې لا شی شي هغه شی شي

خيرن زړه چرته د مينې په حلقه کې

خو تراش خراش چې وزغمي غمی شي

راکوه راته اشنا نوي غمونه

کوم يو غم چې مقامي شي پخوانی شي

څه تپوس به په هوا کې د وړۍ کړې

بار د مينې په هوس کې کله وړی شي

چې د ښکليو خط او خال يې وظيفه وي

ای عاقله! هغه څنگه لېونی شي

نظر تت کړي چې رڼا شي تر حده تېزه

عقلمند له خپله عقله تېروتی شي

دا د غم خزان سپرلی راوړي اميده

له ځوانۍ پخوا د وړکيو سر کلی شي

چې په هسې سوړ نظر راته کاته کړې

گوندې ستا دغه ادا مې د زړه سوی شي

حسن غير دی چې پرې ښکلي خوشحالېږي

آيينه کې چې مخ وويني موسکی شي

د فراق تبې نيولی پرته وايم

خو ستا نوم چې په خوله راشي يو زبېرگی شي

حمزه ستا سکون ديدن د اشنا يووړ

مړغېجن سيماب چې تاو وخوري ژوندی شي