غزل

چې مين شوم د بلندې په قامت

خوشحال خان خټک

چې مين شوم د بلندې په قامت

راته ودرېده دار د ملامت

چې بلا يې د قامت راته ښکاره شوه

گويا پاڅېده بلا د قيامت

چې محراب يې د ابرو راته ښکاره شو

هغه دم مې ناره وکړه قد قامت

د مژگانو ناوکي يې هسې نه دي

چې به څوک ورځنې درومي سلامت

چې نه می، نه معشوقه، نه گشت د گلو

تېر يې عمر دی په غم، په غرامت

نن د کښليو د ديدن ننداره گوره

او کنه گانده به درشي ندامت

چې د کښليو ننداره راڅخه لاړه

خبر نه يم کوم گناه و کوم شامت

چې نظر به د کرم په خوشال کاندي

لا به کله وي دا فضل و کرامت