غزل

چې مې ښکته پورته اوښکې تگ و پوکا

خوشحال خان خټک

چې مې ښکته پورته اوښکې تگ و پوکا

د خپل يار په طلب گرځي جستجو کا

زه په دا طمع د ش اه د سپيو مل شوم

گوندې ما دخپلو سپيو سره توکا

هر چې ستا په کښلي مخ باندې مين دي

هغه درسته شپه له ماهه گفتگو کا

که زه ورووايم خبرې گرم مې مه کړه

ځايگي ويشتلي تل خبرې ورو کا

ستا له غمه چې و چا و ته ويل کړم

لا مې حرف ويلی نه وي چې هوهو کا

په هر ځای چې درې څلور و بله ناست وي

چې پرې غوږ باسم خبرې د مهرو کا

بادشاهان يې ارزومند د نندارې دي

گدايان به يې د خولې طمع په څو کا

د گلونو دور تل نه وي خوشاله!

ښايسته به په خپل حسن کبر څو کا