غزل

چې مې ستا کوڅه ماوا شو

خوشحال خان خټک

چې مې ستا کوڅه ماوا شو

غم زما له زړه سوا شو

ستا کوڅه لکه بهشت ده

په بهشت کې مې زړه وا شو

زړه مې ستا دمخ په دور

له چمنه بې پروا شو

هغه راز چې دخلوت و

و هر چا وته رسوا شو

عالم درد لره دوا کا

د يار درد زما دوا شو

شانه ورو وهه په زلفو

په کې زړه مې سر هوا شو

چې ته مهر باندې نه کړې

خوشال ځکه بېنوا شو