غزل

چې مې وليده په خپل انگړ ولاړه

خوشحال خان خټک

چې مې وليده په خپل انگړ ولاړه

ما په ټيکې سترگې بيامونده، بيا لاړه

که ښه مخ وته کاته کول گناه دی

دا گناه دې وي دايم زما په غاړه

يو څه بځن زړه يې راکړ هسې وايم

چې زما وای د جهان دلبرې واړه

زه جدا له ياره کوم خير ناصحه!

په ژړا کې راته وايه خير غواړه

د ښه يار په جداييه کې گرم نه يې

که دې دواړه لېمه ووځي، لا هم ژاړه

د توتي خوراک شکرې دي خوشال ته

جگې، جگې څه خو ورکړه د خولې لاړه