غزل
چې مې وليدې دا ستا سترگې خونخوارې
خوشحال خان خټکچې مې وليدې دا ستا سترگې خونخوارې
چې تر اوسه لا ژوندی يم شکربارې
په ياريه به دې هيښ وي چې غلط شي
چې څلور پسې لري د هغه يارې
ما يوه دزړه په غوره ده نيولې
که هر څو په جهان ډېرې شي نگارې
وې يې څو لرې گيلې زما په زړه کې
تر حساب و ترکتاب تېرې بېشمارې
دمېږي چې وزر نه وي هومره ښه وي
قباحت دی تجاوز له خپلې چارې
اوس به ولې په غلا غلا د مينې کار کړم
چې په حال مې حلقې شوې خبردارې
په خاطر به دې قراره قراري وي
که دا خپلې سترگې ونيسې قرارې
بې اثره به دا اوښکې پاتې نه شي
چې مې ورځ او شپه په مخ ځي لارې لارې
نه يوازې دلاله په زړه کې داغ دی
په دا باغ کې سينې ډېرې دي داغدارې
په خوشال يې عندليب غوندې اور بل کړ
چې پلو له مخه واخيست گل رخسارې