غزل
چې مې زړه پرې ښه کېده، له واړو بد شو
خوشحال خان خټکچې مې زړه پرې ښه کېده، له واړو بد شو
ښه خو دا چې اوس يوازې د احد شو
که ژوندون د خلک دا دی، چې ليده شي
ښه و ماته مړی خلکه! د لحد شو
د دنيا ياران مې وليدل په سترگو
هر سړی زما په سترگو لکه دد شو
نه حيا شته، نه وفا شته، نه خپلوي شته
خلک واړه په معنی لکه مرتد شو
چې يې نن، گانده له ما سره خپل قوم کا
مگر دا جور له قومه په احمد شو
تفحص دتورو سپين نشته په چا کې
د همه عالم په سترگو کې رمد شو
نور به چا ته يادوم چې رد، گمراه دی
چې پيدا زما له ځانه خلکه! رد شو
فرزندان چې مې له گېډې نه پيدا دي
پوخ زما له نا خلفو نه کبد شو
په طالع، په بخت و مال و ملک څښتن دی
بخت هغه دی چې په بخره دد بخرد شو
له هغه بخته زما توره بلا ده
چې له هره نا همواره په مدد شو
چې د پلار له ځانه ښه زويه پيدا شي
ته به وايې چې ژوندون يې مجدد شو
په کثرت د اولاد ورد زما د ژبې
و من شر حاسد اذا حسد شو
چې قابل يې پيدا نه شي په اولاد کې
که هزار زويه د پلار وي ، بې ولد شو
دبهار گلونه هيڅ دي، چې تېرېږي
ښه هغه و ما ته گل دی چې سرمد شو
که په ذات کې دخوشال آل و اولاد شته
په صفات کې لم يلد ولم يولد شو