غزل
چې نظر دې په ټيکه د تور وربل کړم
خوشحال خان خټکچې نظر دې په ټيکه د تور وربل کړم
دجهان بادشاه د ځان مخې ته بل کړم
لا د ما طالع بهترې تر هر چا دي
چې دا هسې کښليو سترگو ته کتل کړم
د سروشونډو په شرابو چې بېخود شم
له مستيه رقيبانو ته ښکنځل
اجابت به يې لا کله تاثير کاندي
چې دعا دې د وصال به مهر تل کړم
چې مې زړه ورپسې سو، هومره سړېږي
چې په مخ يې پرهارونه په چيچل کړم
د ښه مخ مينه مې نه درومې له دله
که تل غوږ د ناصحانو په ويل کړم
په درست زړه مې پرهارونه دي خوږېږي
په وار وار دهر پرهار دارو، تبل کړم
دا داغونه چې مې سږ په زړه پنځوس دي
تر بل کال به يې دعشق له لاسه سل کړم
چا په زور رالره غم نه دی راوړی
و خپل زړه ته يې په خپله راوستل کړم
ازلي مې د غم بخره ده راوړې
غم که نورو لره درومي زه يې خپل کړم
يو نېکبخت ساعت به وي چې راته غوږ کا
چې په ور يې په فرياد، فرياد ژړل کړم
چې لا ښهر د ډهليه شته خوشاله!
څه فايده که وران په آه سره کابل کړم