نظم
چې په ان وان په ځمکه په اسمان دی
خوشحال خان خټکچې په ان وان په ځمکه په اسمان دی
په غمونو په ښاديو کې انسان دی
دا يوه څمڅۍ د ځان وينې بلا شوې
چې سړي سره يې غم په هر زمان دی
دنامرد د مرد په دا تفاوت وشو
په نامرد شرم اسان شو په مرد گران دی
مست هاتيان خوني مزري تورې وکښلې
که د سر تر وېرې تېر شوی کار اسان دی
کشکې ته په ډېر اختياط همېشه پايې
په احتياط احتياط کې ډېر عالم توپان دی
که د ځان که د ايمان بدخواه مې ډېر دي
ما په خدای باندې سپارلی ځان ايمان دی
ننگيالي چې د اخلاص توره تر ملا کا
ډېر لښکر يې تر همت پورې کاروان دی
تر اوله تر آخره چې روزگار شته
چې عالم باندې غوغا کا دا جهان دی
يو د بله زده کوي د دنيا دود دی
چې شاگرد نه شي استاذ نه شي سړی
زبوني به يې په دين کې پيدا نه شي
که زبون په اعتقاد له شي سړی
خواست دعا په اسانۍ کله قبلېږي
د تقوا په کار څو راه نه شي سړی
د زحمت علاج يې کله طبيبان کا
څو په آه و په فرياد نه شي سړی
که لږ خوري لږې خبرې لږ دخول کا
په زخمت به هرگز ياد نه شي سړی
که يې زړه نه دی په خپله رسوايۍ
راضي من دې په فساد نه شي سړی
مکافات د هر عمل شته په جهان کې
د بدۍ په کار دې ښاد نه شي سړی
زمانه به يې د باد په ستنه نه کا
که شناز غوندې پر باد نه شي سړی
په خالي ويل به نه آدم زد کېږي
په عمل چې آدم زاد نه شي سړی
که په عمر صد ساله شي هم لا اوم دی
چې سياح د هر بلاد نه شي سړی
کې يې اثره د اصل وشي
د بد اصلو دې داماد نه شي سړی
لکه ښه غنم چې وکرې جودر شي
په دنيا دې بد اولاد نه شي سړی
د وروريې به يې هيڅ حلاوت نه وي
چې و ورور ته په سداد نه شي سړی
چې مدد يې اسماني نه وي له بخته
لوی په اصل په اجداد نه شي سړی
بېدادي به د هيچا باندې ونه شي
په خپل ځان کې که بېداد نه شي سړی
که کوښښ کا په اخلاص زه يې ضامن يم
که کامران په خپل مراد نه شي سړی
لا به چارې د ځوانۍ ترې پيدا کېږي
چې په عمر کې هفتاد نه شي سړی
بهتري د خوی خصلت بويه خوشاله
خام تمه دې په نژاد نه شي سړی