غزل
چې په درست تومن اوڅاره
خوشحال خان خټکچې په درست تومن اوڅاره
نن هغه ده زما ياره
لاجنوټي، سر کونډيه
چې حجاب نه کا له پلاره
يو سورکی پېزوان په پوزه
وربلوټی يو خو تاره
مه نسرينه، مه جبينه
سنبل مويه، پري واره
شکر لبه، پر طربه
هوسۍ سترگې، گل رخساره
قد عر عره، مو کمره
سر تر پايه قلم کاره
په زړه سنگه، شوخه شنگه
جفا خويه، زړه ازاره
زه يې قتل په ليدل يم
دا لا نه ده پروا داره
چې مې نوم ورته څوک اخلي
و ښکنځلو ته تياره
څه کړم، کوم فکر علاج کړم
دم واهه نه شي له ډاره
ددې خوی، خصلت دا هسې
زما ده مينه بسياره
دا يو څه علامت وشو
په ماخوار د خدای د پاره
که پټ نياز ورځنې غواړم
په نياز نه ده خبرداره
که خپل زور باندې ښکاره کړم
خېلخانه لري خونخواره
که يې وغواړم په زرو
زر هم ډېر غواړي بې شماره
نه په زور شي، نه په زر شي
په جهان دي دا دوه کاره
د خوشال تکيه په خدای ده
بيا په تا شېخ رحمکاره!