غزل چې په حبيب سره پاک رب کړو قبول امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې په حبيب سره پاک رب کړو قبول ځکه لقب يې شو عطای رسول 02 خواجه څرگند کړو حقيقت د وجود راته نما يې کړو وحدت د وجود 03 وهم و گومان يې کړ کثرت د وجود ورک يې اشکال کړو د اوتار او حلول 04 فقر يې چې و لکه د شېر خدا د حسنينو يې تسليم او رضا 05 د محمد غوندې يې جود وعطا ! سوز يې د زړه و په مثال د بتول 06 شود مهدي جانشينۍ ته غوره چې شي تيرې د کفر بيا د بره 07 ژوند به ورکېږي د خواجه له دره په زمانه کې د عيسی د نزول 08 د خپل قصور او د خطا سره زه حمزه ورځم د بېنوا سره زه د قاموس مانا × اصلي کلمه