غزل
چې په حسن، په ښايست دي زورورې
خوشحال خان خټکچې په حسن، په ښايست دي زورورې
د هغو وايي بدلې يا سندرې
رغېده يې ستا دخولې په دلاسا دي
د رنځورو دارو نه دي له تا لرې
ما چې ستا دخوږو شونډو لذت بياموند
نه مې شهد په غرض دي، نه شکرې
عقل خپل پوځونه تار په تار خواره کا
چې پرې رايشي د عشق خوني لښکرې
د بڼو په تير يې بيا سره پاش پاش کا
که خپل زړه وته پوښم د صبر زغرې
تريانه دې د ختا آهو خجل شي
چې په شين شين يون کړې ښېوه گري!
يو نظر په درست صورت علامت وکا
په مثال لکه بڅری، وچې سرې
تر خوږې خندا دې ځار شم راته خانده!
چې پرېمان کړې په ما لعل و مرغلرې
چې څوک بې عشقه څه وايي باور وکړه
لکه باد دي په خوشال هغه خبرې