غزل
چې په محاسته د سلف تلي دي
امیر حمزه شینواریچې په محاسته د سلف تلي دي
نه خوري تيندک چې کوم طرف تلي دي
نن د بڼو لاندې مې نه کسي اشنا
غشي په لور د کوم هدف تلي دي
جنگ د الفت ته ملا تړلي حواس
څه په مړانه صف په صف تلي دي
دا خو قسمت دی چا په غرو کړلو ديد
څوک ورله پورته په رف رف تلي دي
حمزه! په سترگو يې تلي ښکلوه
څوک چې گلشن ته د نجف تلي دي