غزل
چې په زړه يې گرځوې وړې وړې
خوشحال خان خټکچې په زړه يې گرځوې وړې وړې
يوه ورځ مې به له وره وشړې
چې په تا پورې يې زړه نه وي تړلی
په هغه پورې زړه څه لره تړې
که مې وږمي ساړه ډېر وي قبلوه يې
مړې ايرې د نغري څه لره لړې
چې ځير ځير يې مخ ته گورم، نه مړېږم
دا زما سترگې به کله شي مړې
ستا خوږې شونډې نبات دي،رقيب مچ دی
ښه خو دا چې يې له شونډو وشړې
څو ځوانان دې په خپل ځان دي کښېنولي
لا په څو درباندې کښېنوې زړې!
ياره! ته چې له اغيار سره خندا کړې
دخوشال په لړمانه درويې چړې