غزل
چې په زلفو يې پابست شول
خوشحال خان خټکچې په زلفو يې پابست شول
د ماهي غوندې په شست شول
د خمار ويره يې نشته
چې د شاه د سترگو مست شول
چې په لام و بې يې مينه
د سرو ميو می پرست شول
د هغو ښادي به تل وي
چې د شاه د غم تر دست شول
چې د خولې رموز يې بياموند
عاشقان له نېسته هست شول
د خوشال خلاصی له کومه
چې يې تا غوندې په قسمت شول