غزل
چې پخوا مې په خاطر نه وې ليدلې
خوشحال خان خټکچې پخوا مې په خاطر نه وې ليدلې
فلک ډېرې نندارې راوښيلې
وار په وار مې واړه وليدل، اغيار وو
چې همېش يې ديارۍ لاپې وهلې
په بخشش يې نر ناحقه غلطي کړې
وار په وار په جهان واخلي واړه خپلې
چې خبر له ځانه نه وو، ما خبر کړل
له هغو مې څو خبرې واورېدلې
نه هغه شته، نه په خوله کې هغه غاښ شته
چې به ما په اننگيو وچيچلې
چې په خوله مې کښلول پرې نازېدلم
د هغو د خولې مې واورېدې ښکنځلې
چې يې نن وکړې په چا، گانده په تا شي
ويړيا نه دي، چارې واړه دي په تلې
چې همېش به په تسليم راته ولاړ وو
د هغو مې ځو ناسازې دي زغملې
د جهان گلونه واړه بې وفا دي
بېهوده ورباندې مينې کا بلبلې
کشکې زه يو خر، غوڅکی وای سړی نه وای
هومره چارې سړيتوب راونمايلې
دوه رفيق دي، د يوه په ويل ږغ کړم
دا دويم راباندې غرپ وهي چې غلې
نه د دين، نه د دنيا، دي ځينې نور يې
د باغي، دايل په منځ کې وبلښلې
چې اوربشې کري، کله غنم رېبې
پټه نه ده څه کرې هغه اخلې
يو يې ټوله په محنت کا، بل يې يوسي
راشه گوره چا ولجه کړه، چا ساتلې
يا دارو د لېونتوب وکړه خوشاله
يا ناحق له روغه خلقه سره ملې