نظم

چې پلو له مخه نه اخلي دلبره

خوشحال خان خټک

چې پلو له مخه نه اخلي دلبره

مگر شپه دخوار عاشق شوه بې سهره

نه يې زړه په دا نرمېږي نه گروهېږي

خدايه څه مې سريکار شه له کافره

نه مې خوب نه مې خوراک نه مې قرار شته

همېشه راباندې تبه وي شېره

د وصال اميد رمق دی لږ راپاتې

او کنه بېلتانه ووژلم اکبره

په يوه نفس کې زر خطونه راوړي

په هر لوري غورځوم د زړه کوتره

د معشوقې په پالنگ به هغه خېژي

چې له سره نه بېرون کا دسر ويره

غليواز چې هنر نه لري آزاد دی

باز په دواړو پښو بندي دی له هنره

څه وه څه شوه خبر نه يم بيا به څه شي

ای يوه خدايه زما په حال خبره

څه يوه نېزه څه دوه څه تر دې زياتې

د غريق اوبه چې پاس واوړي تر سره

څو يې ځله هرساعت شي هومره ځله

دخوشال سينه لگېږي له حجره