څلوريزه

چې راښکاره شوې يوڅه نگارې

خوشحال خان خټک

چې راښکاره شوې يوڅه نگارې

څه جفا کارې که پرېوارې

څو مې په تاباندې مينه زياتېږي

ته راته غاښ چيچې هسې خونخوارې