غزل
چې ړانده وته اسمان ښييې، يا ستوري
خوشحال خان خټکچې ړانده وته اسمان ښييې، يا ستوري
وايه! ړوند به يې په کومو سترگو گوري
رڼا ورځ په ښاپېرک باندې تور تم شوه
روښنايي د نمر ښکارېږي په هر لوري
که څښتن ورته زورل کا ياښکنځل کا
مريی هم پهزړه کې هسې څښتن زوري
بيا به شنې په پاڼو نه شي، وچې ونې
که باران د پشکال په شېبو اوري
زور قوت د هر چا سم برابر نه دی
څوک له ځايه زورور شول، څوک کمزوري
راشه نن دې دنخاس ننداره وکړه
يو کالی په بهار پېري، بل يې پلوري
چا د سر د پاسه سور منديل تړلی
ځينې هسې خوار حيران گرځی سر توري
د چا حکم، د چا لاس ورباندې نشته
په خپل بخت، په خپل قسمت پرېوځي غوري
په تلوار، په اضطراب چې صبر نه کا
د خوشال خاطر سيماب شو سره ښوري