غزل

چې رڼا يې په څېره کې داسلام دتهذيب نه وي

امیر حمزه شینواری

چې رڼا يې په څېره کې داسلام دتهذيب نه وي

زما څه پرې که دا وران شي، بل ودان شي جهان نوی

د پرون د قدم نخښه، افسانه دسبا څه زده

بوږنېدلی نن مې غواړي، يو موسکی اطمينان نوی

نه لرمه () امتياز او نه په ژبه کې زور پاتې

د وختونو سترگې برندې د حالاتو زبان نوی

د فطرت کږلېچ خو گوره چې هم هغه زوړ مضمون دی

پرې پتنگ يم خو چې وي يې، څه انداز د بيان نوی

نوی هېڅ په جهان نشته، جهان نوی لباس ورکړو

نه لباس د فطرت زوړ شو، نه پيدا شو انسان نوی

زوړ پوستکی ما گوزار کړي، ولې رنگ يې بدل نه شي

دمغرب دتهذيب زهر، ژوند گڼي مسلمان نوی

غرېو نيولې بړبوکۍ مې د ملت په ورانېدو ده

بيابان په ختمېدو دی خو دا بل بيابان نوی

دمذهب له آزادۍ نه حمزه څه درته حاصل شول

خو بس دا په زوړ زندان دې غوره کړی زندان نوی