غزل

چې سلگۍ کړې د روغن په غم چراغه

امیر حمزه شینواری

چې سلگۍ کړې د روغن په غم چراغه

ته له زړه ياغي کېدې ولې دماغه

د غفلت مواد هوس در کړي تاته

مينې اوس دې څه چاره بې استفراغه

هغه کور چې ډيوه نه لري څه کور دی

زړه په زړه حسابېدی نه شي بې داغه

څه نسبت د تمنا او تلوسې دی

څه سيالي به د بلبلې کوي کړاغه

اختلاف د قبيلو د پښتون څه دی

دا گلان دي همه واړه له يو باغه

جوړ اخلاص دې لا حاصل نه دی په عشق کې

چې ته پاتې يې تر اوسه له سراغه

عشق وزگار دی د راحت او له زحمته

طمع قطع کړه حمزه له باغ و راغه