نظم

چې سرفه کاندي په سر

خوشحال خان خټک

چې سرفه کاندي په سر

ياسرفه کاندي په زر

نه به ځان نه به سلطان شي

نه به خپل کاندي کشور

چې په ځان مړنی نه وي

مړنتوب نه کا لښکر

يا تخت دی يا تخته ده

د شاهانو ځای مقر

که يې گورې بد ژوندون دی

په جهان تر مرگ بتر