څلوريزه

چې طبيبان مې د رنځ درمان نه کا

خوشحال خان خټک

چې طبيبان مې د رنځ درمان نه کا

رنځ مې که ډېر شي بيا دې ارمان نه کا

کفر که گورې فرمان د نفس دی

مومن به هيچرې د نفس فرمان نه کا