غزل

چې هر يار ته مې تر خولې وويست آواز

خوشحال خان خټک

چې هر يار ته مې تر خولې وويست آواز

ژر په واړه عالم خور شو هغه راز

که دې زړه دی چې رسوا په هېچا نه شې

د قلوب دننه ښه دی ساز ناساز

که اواز د زرکو نه وای په درو کې

چا به چيرې ورپسې گرځاوه باز

چې نارې کا تور تارو په مرغزار کې

باز جره يې بڼې يوسي د طراز

چې زما تر خولې ونه ووت، چا ونه وی

خپل نفس دی په سړي باندي غماز

په سبا به هغه راز په کلي خور و

چې په شپه به ما و زوی ته وی په ناز

ډېر ياران مې تر سر تېر دي ځوان وم، زوړ شوم

په زرگونو کې پيدا نه شو د مساز

په خپل زړه کې ځيگرخون کوه خوشاله!

خپل پردي ته د زړه راز مه کړه اغاز