غزل
چې وربل دې په سپين مخ آسفته کېږي
خوشحال خان خټکچې وربل دې په سپين مخ آسفته کېږي
په ماښام کې رڼا ورځ نهفته کېږي
که دمخ ښايست يې دا دی چې ليده شي
لا به ما غوندې پرې ډېر الفته کېږي
په بڼو يې اوښکې نه دي آوېزاندې
همگي دُر وگوهر دي، سفته کېږي
نوی رنگ، نوی نگهت نوې يې پاڼې
په دا باغ کې عجب گل شگفته کېږي
په ژړا مې به پوهېږې، خوب ونه کا
هغه څوک چې په گيسو يې خفته کېږي
د خوشال د خولې خبرې خوشې نه دي
دا همه له يوه حاله گفته کېږي