غزل
چې وايم اوښکې مې په سترگو کې اوس پاتې نه دي
امیر حمزه شینواریچې وايم اوښکې مې په سترگو کې اوس پاتې نه دي
وايي دروغ دي چې دا سترگې دې لا سپينې نه دي
زه په فرت (کې) چې ژړا له ډېره درده کوم
وايي اثر چې پرېږدي اوښکې دې لا وينې نه دي
چې وايم تېر يمه په تا له مال و سره ځنې
وايي جامې په تهمت کې لا رنگينې نه دي
زه ترېنه سوال په وېره وېره د بوسې چې وکړم
وايي چې سم، دي دواړه لبې مې، شېرېني نه دي
وايم پتنگ يم مخ دې شمع وايي دروغ مه وايه
چې سوخته نه يې معلومېږي چې دا مينې نه دي
چې ورته وايمه زړگی مې کړو سوخته غمونو
وی طايفې کومې د عاشقانو چې غمگينې نه دي
وايم چې ستا مينې الفت کړمه شاعر زه حمزه
وايي مصرۍ خو دې څه داسې بهترينې نه دي