غزل

چې وايم هغه نه کا دا زما زويه گمراه

خوشحال خان خټک

چې وايم هغه نه کا دا زما زويه گمراه

غوولي دی پرې نه شي ياخو ما گڼي بدخواه

که کار په ديو نه شي، په شمار دي دغووليو

کمی دی دا د ديو، که دما دی دا گناه

که ما د ځان بدخواه گڼي، دا لا بله بلا ده

هيڅ پلار به په جهان بدخواه د زويه وي آه آه

چې پلار د چا مزری وي مزر گوټي ځنې زېږي

دما زويه وگوره د جيفې گيدړ، روباه

څو ډېر دي که قابل وای دا به څه بلا ښه کار و

يو شېر د درگه ښه دی،نه گيدړ پکې پنجاه

د نورو نوم څه اخلم او ټومي بې وجه څو دي

يا عاق، يا عاق ته روغ دي، خو د واړو مخ سياه

د ما په نامه زر شول، د بي بي په ذات زرنيخ شول

زرنيخ په نرخ د زرو کا، قدرت لري اله

هر کار يې په تقليد دی،تحقيق نه لري په ذات کې

نه نام نه ملگري شته، هومره گنج هومره سپاه

ارمان، ارمان چې زوړ شوم، يو قابل زويه مې نشته

چې زه خوشال دعا کړم په سبا او په بېگاه