غزل
چې و باز يې ورکولې تېرې نوکې
خوشحال خان خټکچې و باز يې ورکولې تېرې نوکې
تر ټټر به يې ويستې د زرکې څوکې
د باښې نظر دچتي په لکيې
د شهباز نظر د ميور په څڼو کې
د کارگه توره مښوکه د گندگۍ ده
قند لايق دی د توتي د سرې مښوکې
د گلرنگو ناز په هر کله د وړو دی
بېهوده بې ځايه ناز که رنگ املو کې
يا به سر دخپل ورمېږ په وينو رنگ کړم
يا به کښل کړم دغه ستا شونډې ملوکې
افرين دې په دا تورو شهلا سترگو
چې يې کښلې د کشمير کړلې مملو کې
لابه کله هغه گل په چمن راشي
د نرگس گلونه گوري سترگې بوکې
د هجران له غمه هيڅ سړی خلاص نه دی
څوک په ورو ورو ژړا ژاړي څوک په کوکې
چې توبه له ملو کا په وخت د گلو
ځای لري که دهغو په ږيره توکې
يا د ښو زلميو غږ دی په ميدان کې
يا د ښو دلبرو ځي په جهان کوکې
د زاړه خوشال ځواني په بوسه نه کا
پښتنې جونه بخيلې، بد سلوکې