غزل

چې يې بخره ازلي راغله اصيله

خوشحال خان خټک

چې يې بخره ازلي راغله اصيله

دا فلک يې همېشه گرځي په سيله

چې عزيز يې په خپل فضل و په کرم کړل

چار به نه شي د هغو چېرې ذليله

چې په خپله يې عطا په خلقو نه کا

د هر مال بخره به واخلي له بخيله

د حاتم په مسند ناست هغه زلمی دی

چې دنيا يې په هر چا باندې سبيله

د عارف په بخره علم لندني دی

په الست يې روزي شوی بې تحصيله

چې يې واړه امنا و صدقنا کړه

د دانا وينا به نه وي بې تاويله

ددې دور دروېشان خليفه بس دي

اوس خپل ځان لره بل کار کړه غزازيله

که کامل دي په جهان، هغه کسان دي

چې فارغ دي د دنيا له قال وقبله

عالمان دي رهزنان چې غواړي، نغاړي

عام عالم لره زده کړي څو دليله

دا جاهل شېخان، شېخان نه دي شيطان دي

چې فساد يې پيدا کېږي له تهليله

که له ياره نه جدا وي دوه، درې لوېشتې

و عاشق وته ښکارېږي دوه، درې ميله

زه هم ځکه په جهان کې بې عديل يم

په جمال مې معشوقه ده بې عديله

چې آرام يې د خپل يار په ليدو وشو

د خوشال له دله څه غواړې تعجيله