غزل

چې يې عمر د څارويو سره تېر وي

خوشحال خان خټک

چې يې عمر د څارويو سره تېر وي

زيست روزگار دهغو هم په هغه څېر وي

چې شيطان غوندې رانده شي څوک يې څه کا

که هر څو ور څخه علم هنر ډېر وي

ځوانان واړه برابر نه دي په وزن

ځنې من ځنې نيم من ځنې نيم سير وي

که په زړه باندې پراته وي زر غمونه

چې مې يار په نظر کښېوځي واړه هېر وي

د شکرو ثر حلوا به يې لا ښه خورم

که ديار له لاسه زهر ياگنډېر وي

د ښه مخ په ننداره به لکه روغ ځم

که په تن مې پرهارونه د شمشېر وي

هر گيدړ دې عاشقۍ ته هوس نه کا

د عشق لاف دې هغه ځوان کاندي چې شېر وي

درېغه بيا راسره زر غاړۍ شوای

چې فليل په زلفو پورې د اجمير وي

دخوشال خټک خو کښلی مخ په کار دی

که د سوات که دپکلۍ که د بونېر وي