نظم
چي زما درد لره ژبه پيدا سي
عبدالباري جهانيزما درد يو بې آوازه شان نغمه ده
زما ذات يو بې نومه شان ذره ده
چي زما درد ته کله ژبه ور پيدا سي
نو به خپل نوم او نښان رابرملا سي
چي هستي مي د خپل ذات راته مفهوم سي
راز د نظم د جهان راته معلوم سي
چي خبر سم د دې پټ پوښلي رازه
سم بادار د کايناتو د ملکونو
ـ پاچاهي کوم د دواړو جهانونو