غزل

چوهړي د خپلې خونې په بوی خوش وي

خوشحال خان خټک

چوهړي د خپلې خونې په بوی خوش وي

ولې بوی يې په چميار باندې اتش وي

نور وگړي دچميار له خونې تښتي

په چميار دخپلې خونې بوی دلکش وي

هسې رنگه د هر چارې تفاوت دی

يو تر بل پورې مطعون او مشوش وي

د دهقان فهم په پاله يا په يوم دی

د سپاهي نظر په توره، په تير کش وي

چې ايرو غوندې يې پروت په دربار نه وي

د هغو په و اسمان وته لار نه وي

عندليب چې په گل رايشي نارې کا

وايي دا چې يوه ورځ به گلزار نه وي

دزړه چاک مې به په هيڅ سره ورنه شي

څو گنډلی ستا د زلفو په تار نه وي

ستا د زلفو نوم به نور په خوله وانخلم

د هوښيار پاړو تور مار سره کار نه وي

تر هندوې مشه کم د يار په پت کې

چې يې هيڅ له ب له اوره نه ډار نه وي

په ما هر زمان اختر دی چې يار وينم

بې اختره به هاله شم چې يار نه وي

په کوم ځای مې به مرهم کښېږدې طبيبه!

چېد يار دغشي نخښه، پرهار نه وي

په هغه د عاشقيه نوم حرام دی

چې په يار پسې يې درست صورت خوار نه وي

هيڅ ماڼه له ياره مه کوه خوشاله!

د دنيا ساعت به تل په قرار نه وي