نظم

د غرور څلى

عبدالباري جهاني

دا مننمه چي مي مينه پښتنه ده

دا منم چي لېونتوب مي ازلي دئ

هره شپه مي ستا له خياله سره تبۍ ده

هر يو خوب مي ستا په ياد کي زنداني دئ

خو بېرېږم که دي بل ځلي جواب کړم

دا مغروره ککرۍ به مي ياغي سي

نور به نه پالي سينه د چا يادونه

او زما پلونه به دي لاره کي پردي سي

هسي نه چي مي د شعر معبد وران سي

هسي نه چي دا سجدې مي بېګانه سي

مرور مي له خيالونو سي خالونه

لا مي ماته د نظمونو زولانه سي

ځکه زړه کي نړوم د غرور څلي

او خوبونه غولوم ستا په خيالونو

که ته نه يې نو يادونه خو مي خپل دي

زه مالک يم د ايستلو تصويرونو