غزل

د پسرلي یوه ښایسته سهار کی

عبدالباري جهاني

له شنه اسمانه پلوشې را اوري

زه په کوټه کی یم فکرونو وړی

پر کتابونو د لمر وړانگی ښوري

د کړکۍ شاته می له ونو څخه

د مرغکیو آوازونه راځی

راته د تېر پسرلي یاد راولي

راته د تېر عمر خیالونه راځي

پر خپلو سپینو وېښتو  لاس تېروم

زړه ته یو یو زلمي کلونه راځي

نامرادي ورځی می پر زړه را اوري

لکه تیاره کی  چی ږغونه راځي

گوره چی څو پسرلي مخکی دلته

پر شنو ښاخونو مرغکۍ ناسته وه

لکه له قافه راوتلې پري

په ځان غره لکه بدرۍ ناسته وه

د فرشتو د نور له گوتو جوړه

په رنگ رنگینه ناوکۍ  ناسته وه

پر شنو ښاخلو یې ترانې اوډلې

پر سرو گلونو یې نغمې شیندلې

د حال په ژبه یې د لاري کیسې

دانه دانه راته په خوله پېیلي

څه د زړې ځالگۍ نکل په خوله

څه یې دنوي کور کیسې کولې

زه په هغه توره کوټه کی ناست یم

زه له هغې کړکۍ برگونه وینم

هغه د سرو گلونو تاندي لښتي

هغه د گلو امېلونه وینم

د کړکۍ شاته پسرلی تېرېږی

د مرغکیو کاروانونه وینم

په هرکاروان کی  د مرگي هنگامه

د خزانونو یرغلونه وینم

هغه مرغۍ چی یې نغمې کرلې

چی ترانې چی یې کیسې پېیلې

ورک به یې چېری وي وروستي ږغونه

پر کوم ولات به وي خزان وهلې

بل پسرلي به  وي  هم ځای  ورکړی

نوي ځالۍ ته به وي هم راغلې

که به د منگولو  د خزان نیولې

یا به ژلۍ د پسرلي وژلې

اوس له هغې نغمې کلونه تېر دي

اوس پر هغې شېبې عمرونه تېر دی

پسرلي ښخ سول د خزان پر لمن

پر لحدونو یې وختونه تېر دی

زما  د کړکۍ شاته تېرېږی زمان؟

که زه هم مل یم د همدغه کاروان

نه می خپل سیوری  نه می پل ولیدی

نه په دې  لار کی چا لیدلی روان

چا به د عمر قافله بللې

نه یې هی هی نه یې ښکارېږی ساروان

چی لا به څونه برېښنا وپړکېږی

چی لا به څونه وغړومبېږی اسمان

څومره گلونه به  لا ووینمه

څونه به  وینم لا  د  پرخی باران

څونه به واورمه اشنا ږغونه

څونه به وناڅی بلبل ته گلان

څومره به یاد کم له زلمیو سره

د ځوانۍ خوب د مستۍ تللی داستان

چی لا به څونه پسرلي وشمېرم

لا څه بادونه به راځي د خزان

لکه چی ماته را یادېږي تللي

ما به هم یاد کي پاته سوي یاران

خو دغه سر به راته نه سي معلوم

دا حقیقت به راته نه سي عیان

چی په لحد کی به بندي اوسېږم

که په ژوندون یم د ازل بندیوان

راته ښکارېږی چی بندی پیدا دی

د مور له غېږی ترقیامته انسان.

ویرجینا

۲۰۰۴/۵/۱