نظم
د عالم په جفا هيڅ خبردار نه وم
خوشحال خان خټکد عالم په جفا هيڅ خبردار نه وم
نېک و بد و ماته دواړه وفادار وو
لکه کوڼ سړی په ډېرو نارو اوري
دا يو اوس د نېک و بدو جفا اروو
چې مې گل گڼل همه واړه اغزي وو
چې دارو مې گڼل کل واړه پرهار وو
چې همېش به يې زما په سر دعا کړه
چې مې وليدل همه واړه مکار وو
بې وفا يارانو واړو راته شا کړه
ښه چې واړه له ما ولاړل په څه کار وو
په زرگونو کې مې يو سړی بيا نه موند
چې يې ما سره ياري کړه بيا کنار وو
که دعمر بقا شته ساعت نژدي دی
څوک دې هيڅ ښادي ونه کا خود به واروو
سام و تورغوندې فلک هسې پرې نه ښول
ډېر نا اهل د کردار له لاسه خوار وو
چې کفران يې دنعمت کاوه ليدل مې
فضيحت رسوا په خلک خوار و زار وو
دې روزگار د هغو واړو کار تمام کړ
څوک چې ما حواله کړي په روزگار وو
اورېدل مې په غلط غلط حکمونه
روستايي قاضي دوه مله سره په دار وو
هيڅ حکيم به يې د رنځ علاج ونه کا
د هر چا چې خپل خويونه لړم مار وو
چې مې مله گڼل په دواړو جهانونو
هم هغه له ما په دا جهان وېزار وو
ما ډېر وليدل د بام په سر ختلي
بيا د بام له سره ښکته نگونسار وو
زما پلار په گور يې نور شه
يورښتينی و هر گوره
بل د خپل عزت د پاره
تېر تېر سر وتېر تر کوره
د بادشاه زياتي يې نه وړه
سر يې خلاص نه و له شوره
تل په خيال دمېړنتوب و
څو چې ورغی تر گوره
يا گټل يا يې بخښل وو
چار يې دا وه نه وه نوره
خرڅ يې زرړ دخل يې يوسو
تل به خلاص نه و له پوره
بل په غشي کم خطا و
د ښکار مينه وه پرې زوره
چې دده زويه لمسي دي
دا خويونه پکې گوره
که دخپل بابا په رنگ وي
ښه زوولي دي له موره
تر اوبه يې حلم زيات و
تېر په قهر و تر اوره
بل د دين په کار مين و
له دنيا نه يې خواتوره
ناروا که ښاپېرۍ وي
پرې يې نه وه د تن سيوره
جگې جگې نفسه ډېر درپسې لاړم
ته هم څه خو اوس په ما پسې روان شه
چې دې وی هغه خواږه مې و تا در کړل
د تروو د ترخو هم مزه چشان شه
ډېر مې ستا په رضا خوب تر څاښته کړې
اوس راضي له ما په خوب کې تر اذان شه
زه څلوېښت کاله له تا سره کافر وم
ته له ما سره څو ورځې مسلمان شه
حيمده مې دې بدل په ذميمه کړل
څه فساد دې په ما وکړ کور دې وران شه
په هر ور، دې لکه سپی ودرولم
له تگ پويه منع يو زمان شه
په يوه خاطر مې زر اندېښنې ټولې
دا همه شامت دتا دی ورک دې ځان شه
پيمانې دې د هوا زما په لاس کړې
واړه باد پرې پيمايم سوړ دې دکان شه
کله ما وته ويل دمال و ملک کړې
چې عزت په مال وملک کې دی پويان شه
هر چې پلار نيکه دې کړی هغه کار کړه
دناموس د ننگ په کار کې نامي ځوان شه
کله ما وته ويل دخان اومير کړې
چې ورځه له خان او ميره همزبان شه
که دروغ دي که رښتيا ورته يې وايه
مسخره غوندې دده سره خندان شه
کله ما وته ويل کړې چې خدمت کړه
په خدمت کې دلنشين دشاه جهان شه
حق نا حق خونونه کړه د مسلمانو
په هر شان يې خواروه باندې خريزان شه
کله ما وته ويل کړې هرڅه پرېږده
په جمال د ښو محبوبو نگران شه
په هر لور يې درته کښېنوه په څنگ کې
بهره مند يې له صحبته په هر شان شه
کله ما وته په ياد تازي ترکي کړې
چې دښکار په هوا سور په عراقيان شه
په صحرا يې ځغلوه هوا هوس کړه
دبازونو ښکار کوه غر ه په ځان شه
کله ما وته ويل دگل ولای کړې
چې باني د عمارت باغ وبوستان شه
که په مزد که په بېگارځايونه ساز کړه
په کې ناست اوسه صاحب د ښه مکان شه
کله ماوته په ياد زري جامې کړې
چې زري جامې اغونده درخشان شه
په حشمت د زلوچو د پاسه کښېنه
په دا کار کې يا فرعون يا هامان شه
مطربان دې سرودونه درته کاندي
ته يې خوښ په صوت وغاړه په الحان شه
کله ما وته ويل کړې شعر ښه دی
سخندانو سره کښېنه سخندان شه
دا شماره ډېره مجمل ده چې مې ووي
مفصل يې ته پخپله ترجمان شه
هر چې ته وماته وايې هغه کار کړم
ولې کوم په کې حاصل دی خود گويان شه
زه چې ستا په رضا درومم سود مې کوم دی
چې به ستا په رضا درومي سود يې زيان شه
اواره دې په خوښۍ د اماره کړم
له دې هسې بده خويه لږ پښېمان شه
چې دا هسې بې حسابه فرمايش کړې
په دې هسې فرمايش څه خو نادان شه
وازه کړې دې داز د حرص خوله ده
ستا مې مات دقناعت په سنگ دندان شه
د غفلت په گهواره کې فراغت کړې
غوڅ د تا دگهوارې دغه ريسمان شه
ستا لښکر وچې په زړه ده مېشته کړې
دا لښکر دې په تيره توره توپان شه
که قدم په نفس کېږدې ای خوشاله
نور ته هاله ددې دوو کونو سلطان شه