نظم

د هستۍ مستي

عبدالباري جهاني

پرېږدئ پرېږدئ زما لاسونه زه اورونه په لړمه

زه په سوي مذهب پوه يم زه دوږخ ځانته کرمه

زه د خضر چينه سوځم نړوم د کوثر غاړي

زه له مړه ژوندونه موړ يم ما ژوندى لحد ور غواړ

زه د مست ګرداب په غېږ کي لا موجونه ويښومه

زه په ستوني د ښامار کي مرګ له خوبه پاڅومه

زه په زړه د جهنم کي انګارونه لټومه

اهريمن راپارومه لا يې ځانته قهرومه

پرېږدئ روڼي دا تيارې کو پرېږدئ پى کو دا مزلونه

ټول په ګډه سره لمبه سو او روښان کو رباتونه

راځي لنډي کړو دا لاري ور هوار کو کږلېچونه

د ژوندون دپاره ومرو څو ژوندي کړو لحدونه

په دې هېرو خرابو کي د هستۍ مستي آغاز کړو

دا د مرګ شېلې رڼا کو پکښي کوک د ژوندون ساز کو

زه شاعر يم د دې مېني زه سکوت ورماتومه

زه هاتف د ژوندۍ چيغي زه دا مړي ويښومه