نظم

د هستۍ قبر

عبدالباري جهاني

دا دي راغلل د خزان بادونه ورو ورو

رژوي مي د ځوانۍ ګلونه ورو ورو

خود آګاه د خاموشۍ غېږي ته درومي

چي غوغا ته تخنېدل رګونه ورو ورو

د مرګي قاصد مي غم د مستۍ غواړي

راته ښيي د لحد خوبونه ورو ورو

چي يې څاڅکی د کوثره سره سيال وو

زماني غليم يې وړي خمونه ورو ورو

نن د هوښ له دوږخي سينې راوزي

مدهوشۍ چي پاڅول خيالونه ورو ورو

چي ژوندۍ وه هر نفس په نوې هيله

له هغې سينې راځي دودونه ورو ورو

پر ډېوه مي د تيارې پرتم راپرېووت

پکښي اورم د ماتم ږغونه ورو ورو

لکه هېره د زاړه قبر جنډۍ سوه

هسي هېر سول د مستۍ يادونه ورو ورو

سرنوشت مي غوړولی د مرګ تور دئ

پکښي شمېرم د هستۍ قبرونه ورو ورو