غزل
د عطار خوني عطار و ته اظهار دی
خوشحال خان خټکد عطار خوني عطار و ته اظهار دی
که جلاد يې د ختا دملک تاتار دی
خدايه! ته مې په ښه مخ باندې مين کړه!
د عاشق د عاشقۍ سره څه کار دی
څوک يې هومره مينه کښېږدي په گوگل کې
عندليب چې په گلونو مينه دار دی
نه ليلا زده، نه مجنون زده، په دا منځ کې
يو نازک لطيف رموز، باريک اسرار دی
د هر څه رموز مونده شي په جهان کې
چې نظير يې مونده نه شي زما يار دی
عقل ، صبر و دل و دين لاړ شو په عشق کې
خو راپاتې يو ژوندون شو، په دا ډار دی
ددې ښهر د لبر واړه زړونه سم خوري
پل به نه ږدي په دا لوري چې هوښيار دی
ساقي! زه دجرعه نوشو غوندې نه يم
ډکې ډکې پيالې راکړه زما وار دی
که دې نه وينم په سترگو ستا په ياد مې
شگفته تازه دعمر لاله زار دی
چې سنبل يې د زلفينو نمودار شي
هغه ځای د تورو مښکو څه مقدار دی
تا هر گز دچا د زړه دلاسا نه زده
چې په تا باندې مين شول، تل يې زار دی
مگر ستا دزلفو نوسي يې وکاږي
چې مات د بېلتانه په زړهکې خار دی
د سونډک مونډک سيلۍ آخري کېږي
په بلبلو خبر وکړه، بيا بهار دی
په وصال کې يې بادشاه د زمانې و
چې له کښليو نه جدا شو خوشال خوار دی